شهسوار: هم ديني تبليغ کوم او هم  سندرې وايم 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د سلواغې)، د شهسوار په نوم پښتونخوا کې يو پښتون سندرغاړی چې يو څه وخت يې له موسقيۍ او سندرو ويلو لاس اخېستی ويلي دي، چې يو ځل بيا سندرې ويل پيلوي. 

نوموړي په يوې ويډيو کې ويلي دي، چې د دين او دنيا دواړه کارونه اړين دي، خو ديني چارې به لومړی او همدا ډول به دنيوي چارې کوي. 

د شهسوار دغه ویډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده په کې ويل شوي دي چې د سندرو پيل يې په دې مانا دی چې له ديني تبليغ به لاس اخلي، بلکې هم به ديني تبليغ کوي او هم به موسيقي. 

نوموړي په پښتو ژبه سندرې ويلي دي، په ځينو فلمونو کې يې هم کار کړی او د خپل ژوند يو برخه کې د اسلام  دين په تبليغ کې هم تېره کړې ده. 

د نوموړي دغه ويډيو پر ټولنيزو رسنيو غبرګونونه را پورته کړي دي، ځينو يې موسيقۍ ډګر ته د بيا راتګ هرکلی او خو ځينو نورو بيا پرې نيوکې کړي  دي.