
روهي (څلورني/۲۳ د سلواغې)، د ولسمشرۍ ماڼۍ او د حکومت اجرائيه رياست په بيلا بيلو خبرپاڼو کې ويلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو سره ټپلفوني خبرې کړي دي.
د ولسمشرۍ وياند صديق صديقي ويلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير سره د سولې وروستيو پرمختګونو په اړه غږېدلی دی.
پمپيو په قطر کې د طالبانو او امريکايانو د سولې روانو خبرو په اړه ولسمشر ته مالومات ورکړل، د اوربند، تاوتريخوالي د کموالو په اړه سره خبرې کړي.
مايک پمپيو په يوې بلې ټيلفوني اړيکې کې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم غږېدلی دی او ويلي دي چې د طالبانو او امريکايانو له هوکړې وروسته به بين الافغاني خبرې پيل شي.
قطر کې د سولې خبرې د تېر په څېر يو ځل بيا تودې شوې دي، خو تر اوسه ښکيلې غاړې وروستۍ هوکړې ته سره نه دي رسېدلې.