د واده مراسمو کې د زوم وهل ډبول

روهي(درې نۍ/۲۲ د سلواغې)،د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې ناوې خپلوانو نوی زوم له هغه وروسته وهلی، ډبولی چې خبر شوي، دا یې 'درېیم ' واده دی.دغه سړی د واده له مراسمو داسې حال کې د پولیسو مرکز ته تښتېدلی چې د واده سالون په میز پوښ کې یې ځان نغښتی و. کله چې دغه سړی د پولیسو له مرکزه بهر راووت، د ناوې خپلوان بیا پرې راټول شول او سړي د ځان ژغورنې لپاره تر یوه ولاړ بس موټر لاندې ننوت .
پر خواله رسنیو یو بل تصویري کلیپ هم لاس پر لاس کېږي، چې دغه ښځه چې خپل نوم مدیحه او د مېړه نوم اصف یادوي، د واده مراسمو کې پر زوم تور پورې کوي، چې دې یې ته بل ښار ته د سفر پلمه کړې وه او اوس درېیم واده کوي.
پاکستان کې د مسلم میرج ایکټ ۱۹۶۴ نومي قانون د شپږمې مادې له مخې د دویم واده لپاره د لومړۍ مېرمنې خوښه شرط دی او له دې قانونه د سرغړونې په صورت کې محکمه کولای شي له شپږ میاشتو نیولې تر یوه کاله پورې د زندان سزا ورکړي.