د نني برید په اړه د یان ستولتبرګ  څرګندونې

روهي(درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، یان ستولتبرګ : موږ فکر کوو او په دې قانع شوي یو چې د ناټو لپاره سولې ته د شرایطو برابرولو غوره لار د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنه او مشوره ور کول دي ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه چې په راتلونکو دوه ورځو کې به د غړو هېوادونو استازي د افغان سولې وروستیو پرمختګونو په اړه سلا مشورې وکړي.
د ناټو سازمان عمومي منشي وايي، افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ ددې لپاره کوي چې طالبانو ته وښيي چې د جګړې له لارې بریا ته نه شي رسېدای او په کار ده چې (طالبان) په واقعي مانا د سولې لپاره جوړجاړي ته غاړه کېږدي.
د ناټو دفاع وزیران داسې مهال په بروکسل کې سره جرګه کېږي چې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې خبرې دوام لري.