روسيه عراق کې شل مېلېارده امريکايي ډالر پانګونه کوي 

روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، د روسيې د ګاز او تيلو کمپنۍ په پام کې لري چې عراق کې د انرژۍ په برخه کې شل مېلېارده امريکايي ډالر پانګونه وکړي. 

د دغه پانګونې اعلان نن مسکو کې د روسيې د اقتصادي پالېسۍ کمېټې مشر مسکو کې د عراق سفير سره په يوې ناستې کې کړي دي.

د روسيې د اقتصادي پالېسۍ کميټې مرستيال یوري فیودوروف مسکو کې رسنيیو ته ويلي چې د انرژۍ په برخه کې د روسيې سترې کمپنۍ لکه  لوکوویل، باشنفت، ګازپروم  او نور فعالې کمپنۍ دي چې اوس د انرژۍ په برخه کې عراق کې پانګونې کوي. 

تېر کال مسکو او بغداد د سترو پروژو او انرژۍ په برخه کې د پانګونې تړونونه سره لاسليک کړل.