لمريز (مدارڅرخ)  د لمر پر لور توغېدلی چې دوه کاله وروسته به هلته ورسيږي 

روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، متحدو ايالتو له فلورېډيا ايالت څخه  يو  لمريز مدارڅرخ (Orbiter) د لمريز مدار په لور توغولی دی ترڅو لمر کې پلټنې تر سره  او رازونه يې پيدا کړي. 

د دغه لمريز مدارڅرخ (Orbiter) توغولو ته له اروپا هم تر زرو ساينس پوهان او انجيران امريکا ته ورغلي وو. په دغې لمريز  مدارڅرخ (Orbiter) تر يو نېم مېلېارد امريکايي ډالر خرڅ شوی دی. 

امريکا کې شنونکي وايي چې دغه لمريز مدارڅرخ (Orbiter) به له ساینس پوهانو او پلټونکو  سره مرسته وکړي چې د لمر په اړه مالومات تر لاسه  او دا پيدا کړي چې پر لمريز سېستم  لمر څومره اغېز لري. 

د اړونده مسوولينو په وينا چې دغه لمريز مدارڅرخ (Orbiter)  به دوه کاله وخت ونېسي ترڅو لمر ته ورسيږي او هلته خپلې څېړنې پيل کړي.