د روهينګايي ګډوالو بيړۍ ډوبه  او ۱۵ په کې وژل شوي

روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، بنګلادېش کې د روهينګايي ګډوالو يوه لرګينه بيړۍ غرقه شوې ده چې په پايله کې يې ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او په ګڼ شمېر نور ټپيان دي. 

دغه لرګينه بيړۍ کې ۱۳۰ کسان چې ښځې او ماشومان  هم په کې سپاره وو د بنګال ساحل له لارې ماليزيا ته په لار وه چې اوبو ډوبه کړه. دې پېښه کې تر ۷۰ کسان ژغورل شوي دي. 

د ګډوالو نړيوالو ادارې او ملګرو ملتونو په يوې ګډې اعلاميې کې ويلي دي چې پېښه کې د وژل شوي، ټپيانو او اغېزمنو کورنيو سره به مرستې وکړي. 

بنګلادېش کې به مېلېونه هينګايي ګډوال په کمپونو کې ژوند کې او ډېری يې په دې هڅه کې دی چې له بنګلادېش ماليزيا ته لاړ شي.