امريکا: د چين پوځ زمونږ کمپيوټرونو ته دننه شوی او مالومات يې غلا کړي 

روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، امريکايي چارواکو ادعا کړې ده چې د چين پوځي کسان د يو شمېر امريکايي کمپينو کمپيوټرونو ته دننه شوي دي او مالومات يې ورڅخه غلا کړي دي. 

د امريکايي چارواکو په وينا څلور لوړپوړي چينايي پوځيانو د Equifax کمپني اکونټونه او شخصي مالوت غلا کړي دي. 

د متحدو ايالتو عدليې وزارت ويلي دي، چې دا په تاريخ کې تر ټولو ستره انټرنېټي او سايبري غلا ده چې د مېلېونه امريکايانو مالوت په کې غلا شوي دي. 

دې ادعا کې ويل شوي دي چې د Equifax شرکت څخه د ۱۴۵ مېلېونه امريکايانو نومونه، د اوسېدو پتې، د موټر چلونې جواز شمېر، د ټولنيزو رسنيو پاسورډونه او نور شخصي مالومات هک او اخېستل شوي دي. 

د امريکا متحدو ايالتو لوی څارنوال وېلېم بار په يوې خبري ناستې کې ويلي دي چې په دې سايبري غلا سره د Equifax کمپنۍ نوم ته زيان رسېدلی او ستر مللي زيان يې لېدلی دی. 

امريکايي شنونکي هم وايي چې له Equifax شرکت د چينايي هکرانو غلا د چين د حکومت لپاره مهمه او ګټه لرونکې ده، چې ډېری اړين مالومات يې په کې تر لاسه کړي دي.