د افغان فلم له اجازې پرته جوړ شوی فلم د اوسکار جایزه وګټله

روهي(درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، ( که ته یوه نجلۍ یې) نومي فلم ته چې د افغان نجونو کیسه کوي د اوسکار د ۲۰۲۰ کال دغوره لنډ‌ مستند فلم جایزه ورکړل شوه.صحرا کریمي پر خپل ټوېټر لیکل سره له دې چې دا فلم د افغان فلم له اجازې پرته جوړ شوی، خو خوشاله په دې یم چې په اوسکار کې د افغانستان نوم وځلېد. د اوسکار جایزو دویش مراسم تېره شپه د امریکا په لاس انجلس کې ترسره شول.
د افغان فلم ادارې مشرې صحرا کریمي د دې جایزې په تر لاسه کولو خوښي وښوده، خو ویلي یې دي چې د دې فلم جوړولو لپاره له دوی اجازه نه وه اخستل شوې. افغان فلم یوه دولتي اداره او په افغانستان کې د فلم چارې سمبالوې. د افغان فلم ادارې مشرې صحرا کریمي د دې جایزې په تر لاسه کولو خوښي وښوده، خو ویلي یې دي چې د دې فلم جوړولو لپاره له دوی اجازه نه وه اخستل شوې. افغان فلم یوه دولتي اداره او په افغانستان کې د فلم چارې سمبالوې.