روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردغان د سوريې حکومت ته توند خبرداری ورکړی دی چې د ترکيې ځواکونو پر وړاندې د دوی د ځواکونو هر ډول بريد به دوی ته په ستره بيه تمام شي.
نوموړي په انقزه کې يوې تلويزوني مرکې کې ويلي دي، چې هر څومره سوريي ځواکونو زمونږ پر پوځيانو بريدونه کوي همدومره به سوريې ته سختيږي او سخته درنه بيه به يې پرې کړي. ترکيه به د سوريې پر وړاندې داسې عمل تر سره کړي چې ورته به سخت تمام شي.
نوموړي دا خبرداری هم ورکړی دی چې د سوريې په ادليب ښار کې د هغه ورورستيو پېښو په اړه به پرېکړه وکړي چې د سوريې ځواکونو په بريدونو کې ترکيې ځواکونه ټپيان او ووژل شول.
سوريه يي ځواکونو د تېرې يوې اوونۍ راهيسې په ادليب کې د ترکيې يوه چورلکه را غوځولې ده او همدا ډول يې ۱۳ سرتيري ورته وژلي دي.
وروستي