مسلميار: د تاوتريخوالي کمښت نه بلکې بشپړ اوربند غواړو 

روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار وايي چې د اوربند په برخه کې د طالبانو اېښودل شوی شرط حکومت اوو خلکو ته د منلو وړ نه دی. طالبانو د اوربند پر ځای تاوتريخوالي او خپلو بريدونو کې د کمښت ويلي. 

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار نن ورځ لغمان ته تللی. نوموړي له ولسي خلکو سره په لېدنه کې ويلي دي چې افغان ولس او حکومت د تاوتريخوالي د کمښت پر ځای يو بشپړ اوربند غواړي. 

نوموړي خلکو ته ويلي  دي چې افغان حکومت د سولې مخالف نه دی بلکې د تل پاتې سولې لپاره ګړندۍ هڅې کوي. 

د افغان سولې خبرې يو ځل بيا په قطر کې د طالب سياسي مشرانو او د افغان روغې - جوړې لپاره د امريکايي استازي زلمي خليلزاد ترمنځ تودې شوې دي.