هرات کې د سرطان د درملنې لومړنی مرکز جوړ او فعال شو 

روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، د هېواد لوېدځ هرات ولايت کې د سرطان ناروغۍ د تشخيص، درملنې او پر وړاندې يې د مبارزې لومړنی مرکز جوړ او په کار پيل وکړ. دغه مرکز نن د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز له خوا پرانېستل شو. 

د عامې روغتيا وزير ويلي دي چې تر ۱۰۰ مېلېونه امريکايي ډالرو ډېر پيسې د افغان ناروغانو له خوا په بهر هېوادونو کې د د غه ناروغۍ په درملنه لګول کيږي، چې اوس به له دغه په کمو پيسو په کور دننه د سرطنان  ناروغان درملنه کيږي. 

هرات کې روغتيا پالان وايي چې افغان ناروغان  به له دې وروسته اړ نه وي چې د دغه ناروغۍ د درملنې لپاره بهر هېوادونو ته لاړ شي. 

د تر سره شوې شمېرو پر اساس هېواد کې د سرطان ناروغانو  شمېر ورځ تر بلې پر زياتېدو دی، چې د مرکزونو د نشتون له امله يې د مړينې شمېرې هم لوړې دي.