چين کې د کرونا ويروس د مړو شمېر ۱۶۰۰ ته ورسېد 

روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، د چين د روغتيا ملي کمېسيون مسوولين وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس له امله د مړه شوي کسانو شمېر يو زر او شپاړس کسانو ته رسېدلی دی. 

همدا ډول د چين او د نړۍ د ۲۴ نورو هېوادونو په شمول د کرونا ويروس پر اساس د اغېزمن شوي کسانو شمېر تر ۴۵ زره کسانو رسېدلی دی. 

د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا ويروس د مخ پر وړاندې خپرېدو په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د نړۍ د بيلا بيلو هېوادونو متخصصين د روغتيا نړيوال سازمان په چوکاټ کې چين ته تللی دی ترڅو د دغه ويروس د مخنيوي په لارو - چارو خبرې وکړي. 

کرونا ويروس د چين سياسي، روغتيايي، سوداګريزې او ټولنيزې برخې بدې اغېزمنې کړې دي او نړۍ سره يې اړيکې محدودې شوې دي.