ماشوم ته شعر

تــــه دموروپــــلار خدمت کړه
هــــــله هلـــه خپل همـــت کړه
ستــــا دمـــــور هــــره خبره
ستا دپـــــــاره مـــــــــــلغلره
پلار خو سیورئ ستا دسردئ
ستــــا دپـــــاره لکـــــه غر دئ
تــــــه دنن ورځې ماشوم ئې
خـــــو سباته به لوی نوم ئې
عبث مــــه ګــرزه کـوڅوکي
وبـــه لویږې پـــه تیارو کي
سبق وایــــه ښه خواري کړه
پدې کار لوی خدای راضي کړه
ستا پـــــه لاس کي دي ګلونه
کتـــــــابونـــه کتـــابــونــــه
عـــلم نـــــور علـــم روڼا ده
لویـــه ګټـــــه دعقبـــــــی ده
عمـــــــری کــــــړئ بیان دئ
هرماشوم ورته ډیر ګران دئ

په پښتنه مينه
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
omari.zabul@yahoo.com