روهي (درې نۍ/۲۲د سلواغې)، د هېواد کورنيو چارو وزارت فرانس پرېس خبرې آژانس ته ويلي دي چې کابل کې د مارشال محمد قسيم فهيم پر پوځي پوهنتون شوې چاودنه د ځانمرګي بريد په پايله کې رامنځ ته شوې.
د کورنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې مروا اميني فرانس پرېس خبرې آژانس ته په نننۍ چاودنه کې د تلفاتو هم ويلي دي خو کره شمېرې نه دي په ګوته کړې.
دغه آژانس ته په سيمه کې يو عيني شاعد ويلي چې چاودنه زوروره وه او د شااوخوا سيمو ځينو کورونو ښېښې يې ماتې کړې او له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
کابل امنيه قومندانۍ رسنيو ته ويلي دي چې په دغه چاودنه کې څلور پوځيان او دوه ولسي وګړي وژل شوي او همدا ډول ۱۲ پوځي او ولسی کسان په کې ټپيان دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی. د مارشال محمد قسيم فهيم پر پوځي پوهنتون تېر کال مې مياشت کې هم بريد شوی وو چې مسووليت يې داعش ډلې په غاړه اخېستی وو.
وروستي