پر ملي دفاعي پوهنتون  د ننني بريد په اړه وروستي مالومات 

روهي (دوه نۍ/۲۲ د سلواغې)، نن سهار شااوخوا اووه بجه د  ملي دفاعي پوهنتون (د مارشال محمد قسيم فهيم پوځي پوهنتون) سره نېږدې چاودنه شوې چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. 

لومړني مالومات ښيي چې بريد د پوهنتون په دروازه کې هغه وخت شوی دی، چې محصلين پوهنتون ته دننه کېدو پر حال کې وو. 

ناتائيد شوې شمېرې ښيي چې پېښه کې درې پوځيان وژل شوي دي او ۱۵ نور کسان چې ډېری يې ولسي وګړي دي، ټپيان دي. عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي دي چې بريد موټربم په پايله کې شوی دی. 

کورنيو چارو وزارت هم د پېښې پخلی کړی  خو تر اوسه يې په اړه کره مالومات نه دي رسنيز کړي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه پېښې مسووليت نه دی منلی.