محکمې د مخابراتو پخوانی وزير (عبدالرزاق وحیدي) دوسيه رد کړه 

روهي (درې نۍ/۲۲ د سلواغې)، د هېواد قضايي ارګان تميز محکمې د مخابراتو پخواني وزير او د ماليې وزارت پخواني مرستيال عبدالرزاق وحیدي د فساد او له دندې د ناوړه ګټې اخېستنې دوسيه رد کړې ده. 

تميز محکمه هغه وخت چې د استيناف محکمې حکم چې له قانون سره په ټکر او يا هم د قانوني اصول خلاف وي کولی شي رد کړی او بېرته يې استيناف محکمې ته وړاندې کړي. 

عبدالرزاق وحیدي رسنيو ته ويلي دي، چې د ده پر وړاندې جوړه شوې قضيه سياسي دسيسه ده او د تميز محکمې له خوا رد يې څرګند ثبوت دی. 

عبدالرزاق وحیدي په ماليې وزارت کې د خپلسرو ټاکنو، د عوايدو په ناسم ټولو او دنده کې د نغاړۍ پر اساس لومړی د وزيرانو په ځانګړې او بيا په استيناف محکمه 
 کې محکمه شو.