د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (دوه نۍ/دوشنبه) 

الجزيره: چين کې يې د مړو شمېر له ۹۰۰ واوښت؛ کرونا ويروس لا هم نه دی مهار شوی 
د تازه شمېرو له مخې چين کې د کرونا ويروس د وژل شوي شمېر ۹۰۳ کسان ته ورسېد او لا تر اوسه د چين حکومت او نړيواله ټولنه په دې نه ده توانېدلې چې دغه ويروس کنټرول کړي. 
کرونا يورس له چين بهر نورې نړۍ ته هم تللی دی. په ۲۴ هېوادونو کې يې درې سوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په نړيواله کچه  تر ۳۵ کسان دغه يورس اغېزمن کړي دي. 

وروسته له هغې چې هغه چينايی ډاکټر چې د لومړي ځل لپاره يې د کرونا ويروس په اړه خبرداری خپور کړ ومړ، د چين خلک پر خپل حکومت په غوسه شوي دي. چينايان وايي چې حکومت پر خپل وخت د دغه ويروس د مخنيوي لپاره لاس په کار نه شو او سستي يې وکړه. 

ياد چيناني ډاکټر (وین لیانګ) ۳۴ کاله عمر درلود، دی پوليسو په دې جرم بندي کړ چې د يوې خطرناکې ناروغۍ په اړه اوازې خپرولې. د نوموړي پر مړينې چنيايی ولس وير وکړ. 

ټاکل شوې ده چې نن ورځ به د روغتيا نړيوال سازمان يو ډله، کرونا ويروس سره د مبارزې او حل لارو - چارو پيدا کولو په پار چين ته سفر وکړي. 

جيونيوز: آپل شرکت ۲۷ مېلېونه ډالر جريمه شو 
 د ټېکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ ستر آپل شرکت ۲۷ مېلېونه امريکايي ډالر نغدي جريمه شوی دی. آپل وروسته له هغه جريمه شو چې د خپلو موبايلونو پخواني ډولونه يا ويرژنز يې سست کړي وو. 

۲۰۱۷ کال کې آپل کمپنۍ خپل پخواني موبايلونه وړاندې له دې چې کارونکو ته يې په اړه خبر ورکړي، سست کړل ترڅو له لارې يې استعمالونکي اړ شي نوي موبايلونه واخلي. 

آپل کمپني په دې مجرمه شمېرل شوې ده چې پر مشتريانو يې فشار اچولو ترڅو د پخوانيو موبايلونو پر ځای هر کال د دوی نوي موبايلونه واخلي او په دې سره خپل بازار ګرم وساتي. 

هر کله به چې د ايفون موبايلونو کې 10.2.1 او 11.2 اپډېټ انسټال شو نو پخوانی موبايلونه به يې سست کړل، او په دې سره په مشتريان اړ وو، چې نوي ماډل ايفون واخلي.

رويټرز: د OneWeb په نوم انټرنېټي شرکت د انټرنېټ چټکتيا په پار ۲۴ سپوږمکۍ وتوغولې 
 د OneWeb په نوم يو بريتانوي شرکت د قزاقستان بایکونور  نومي فضايي آډې څخه څخه ۲۴ سپوږمکۍ يا سټلايټ فضا ته توغولي دي. 

دغه شرکت وايي چې له دې کار يې موخه د انټرنېټ چټکتيا ده. د OneWeb  مسوولين ويلي دي چې تر ۲۰۲۱ کال پوري به دوی وکولی شي چې په نړيواله کچه د انټرنېت چټکتيا د دغه سپوږمکيو په وسيله لوړه کړي. 

د OneWeb  شرکت مشر (ګرګ وايلر) ويلي دي چې په پلان کې لري، ۶۴۸ سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته ولېږې او په دې سره نړۍ ته د لوړې چټکتيا انټرنېټ ورکړي. 

OneWeb شرکت تر اوسه توانېدلی دی چې Airbus Group, Coca-Cola, Virgin Group, Qualcomm and Softbank شرکتونو څخه د انټرنېټ ورکړې ۱،۷ مېلېارده امريکايي ډالر عوايد ټول کړي. 

رشيه ټوډې: د چين حکومت داسې موبايل آپلېکېشن جوړ کړ چې کرونا ويروس تشخيص کوي 
چين د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د دغه هېواد حکومت او د ټېکنالوژۍ دولتي ادارې ويلي دي چې په داسې يو موبايل آپلېکېشن بريالي شوي دي، چې د کرونا ويروس په موندنه کې به مرسته وکړي. 

دغه آپلېکېشن نن خپور شو چې چين کې موبايل کارونکي به د خپل نوم، موبايل شمېرې او انسټال ایډي په ورکولو ورڅخه ګټه پورته کولی شي. 

که څه هم چينايي چارواکي دغه نوی جوړ شوی موبايل آپلېکېشن د کرونا ويروس په تشخيص کې اغېزمن بولي، خو څرګنده ده چې څومره به د کرونا په کنټرول او تشخيص کې موثر تمام شي. 

العربيه: عربي اماراتو کې يوه او انګلستان کې دوه د کرونا ويروس نوې پېښې ثبت شوې دي
عربي متحده اماراتو کې يوه او انګلستان کې د کرونا ويروس دوه نوې  پېښې بثت شوې دي. عربي متحده اماراتو کې د کرونا په ويروس اخته شوې ناروغه ۷۵ کلنه ميرمن ده. 

دغه ميرمن لیو یوجیا نوميږي چې له چين تازه عربي متحده اماراتو ته تللې او دغه ويروس يې له ځان سره وړی دی. نوموړې اوس د عربيی متحده اماراتو په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. 

همدا ډول انګلستان کې هم د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. د وروستیو شمېرو پر اساس، ټوله نړۍ کې اوس مهال د کرونا ویروس مثبتې تر ۴۰ زره پېښې ثبت شوې دي. 

خليج: سعودۍ مرمينو الوتکو کې د مسافرو د چوپړ اجازه تر لاسه کړه 
سعودي عربستان کې د ښځو حقونو او ازادۍ تر نوم لاندې د روان ديموکراتيک بهير په ترڅ کې اوس مهال  سعودۍ ميرمنې کولی شي چې د الوتکو د عملې په توګه چوپړ وکړي. 

 سعودي عربستان هغه ميرمنو چې د الوتکو دننه به له مسافرو مرسته او وروته لارښوونې کوي، ځانګړی لباس غوره کړی دی. له دې وړاندې سعودي عربستان ميرمنو ته د دغه ډول دندو اجازه نه ورکوله. 

سعودي عربستان د خپلو هوايي کرښو نارينو ته هم ورته يونېفورم غوره کړی دی. سعودي عربستان ۲۰۱۴ کال کې ميرمنو ته د الوتکو د عملې اجازه ورکړه خو اوس مهال يې دغه اقدام پلی کړ. 

تايمز اف انډيا: د نن - سبا مینه (هندي فلم) 
د نن - سبا مينه (Love Aaj Kal) د هند بالېوډ سېنما نوی د مینې او ټولنيز ژوند فلم دی چې  د روانې فیبروۍ مياتې په ۱۴مه نېټه به د سېنما پر پرده نندارې ته وړاندې شي. 
كارتيك آاريان، سارا علي خان، آروشي شارما او رنديپ هودا د دغه فلم کرکزي لوبغاړي  دي. د فلم داستان امتياز علي خان ليکلی دی. 

د نن - سبا فلم کيسه د مینې او ټولنیز ژوند په چارو څرخي. د فيبروۍ ۱۴مه چې نړۍ کې  د والنټيان يا عاشقانو  ورځ په توګه لمانځل کيږي، دغه فلم به ورسره هم وخته خپور شي.