سعودۍ مرمينو الوتکو کې د مسافرو د چوپړ اجازه تر لاسه کړه 

روهي (دوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، سعودي عربستان کې د ښځو حقونو او ازادۍ تر نوم لاندې د روان ديموکراتيک بهير په ترڅ کې اوس مهال  سعودۍ ميرمنې کولی شي چې د الوتکو د عملې په توګه چوپړ وکړي. 

 سعودي عربستان هغه ميرمنو چې د الوتکو دننه به له مسافرو مرسته او وروته لارښوونې کوي، ځانګړی لباس غوره کړی دی. له دې وړاندې سعودي عربستان ميرمنو ته د دغه ډول دندو اجازه نه ورکوله. 

سعودي عربستان د خپلو هوايي کرښو نارينو ته هم ورته يونېفورم غوره کړی دی. سعودي عربستان ۲۰۱۴ کال کې ميرمنو ته د الوتکو د عملې اجازه ورکړه خو اوس مهال يې دغه اقدام پلی کړ.