ننګرهار کې یو کس د چرسو د یوې محمولې په تړاو ونیول شو



روهي (دوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوګیانو ولسوالۍ په پیره خېل کلي کې يو لړ  عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د چرسو ۲۰ بوجې او ۱۵ بستې کشف او په تړاو یې یو کس نیولی دی.

د نیول شوي کس نسبتي دوسیه د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده. کورنيو چارو وزارت د همدې اوونۍ په سر کې د نشه يي توکو پر وړاند د جدي مبارزې ويلي دي. 

افغانستان په تېر ۱۹ مالونو کې د نشه يي توکو د ستر توليدي او سوداګريز هېواد تبديل شوی دی، چې ډېری وخت د لېست په سر کې وي. 

 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ