عربي اماراتو کې يوه او انګلستان کې دوه د کرونا ويروس نوې پېښې ثبت شوې دي



روهي (دوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، عربي متحده اماراتو کې يوه او انګلستان کې د کرونا ويروس دوه نوې  پېښې بثت شوې دي. عربي متحده اماراتو کې د کرونا په ويروس اخته شوې ناروغه ۷۵ کلنه ميرمن ده. 

دغه ميرمن لیو یوجیا نوميږي چې له چين تازه عربي متحده اماراتو ته تللې او دغه ويروس يې له ځان سره وړی دی. نوموړې اوس د عربيی متحده اماراتو په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. 

همدا ډول انګلستان کې هم د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. د وروستیو شمېرو پر اساس، ټوله نړۍ کې اوس مهال د کرونا ویروس مثبتې تر ۴۰ زره پېښې ثبت شوې دي. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ