د چين حکومت داسې موبايل آپلېکېشن جوړ کړ چې کرونا ويروس تشخيص کوي 

روهي (دوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، چين د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د دغه هېواد حکومت او د ټېکنالوژۍ دولتي ادارې ويلي دي چې په داسې يو موبايل آپلېکېشن بريالي شوي دي، چې د کرونا ويروس په موندنه کې به مرسته وکړي. 

دغه آپلېکېشن نن خپور شو چې چين کې موبايل کارونکي به د خپل نوم، موبايل شمېرې او انسټال ایډي په ورکولو ورڅخه ګټه پورته کولی شي. 

که څه هم چينايي چارواکي دغه نوی جوړ شوی موبايل آپلېکېشن د کرونا ويروس په تشخيص کې اغېزمن بولي، خو څرګنده ده چې څومره به د کرونا په کنټرول او تشخيص کې موثر تمام شي.