
روهي(دوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، د پولیسو هېڅ قومندان او هېڅ پولیس چارواکى له رسنیو سره مرکې نه شي کولی او نه هم پر خواله رسنیو رسمي دریځ خپرولی شي، دا خبرې د کورنیو چارو وزارت په خپله یوه کړنلار کې ویلي دي له دې پخوا د کورنیو چارو وزارت پخواني سرپرست امرالله صالح او په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال هم په خواله رسنیو کې د کورنیو چارو وزارت پر کارکوونکو محدودیتونه لګولي وو.
دا وزارت ټینګار کوي چې سرغړونکي به یې له قانوني څارنې سره مخ شي. ه دې امر کې راغلي چې د عامه اړیکو ریاست د پولیسو لاسته راوړنې او معلومات چې د وزارت د چارواکو په هدایت یې ترلاسه کړي، کولی شي له رسنیو سره شریک کړي. د افغانستان کورنیو رسنیو دا ډول پرېکړه یو ډول سانسور او محدودیت بللی چې وايي د هېواد له قوانینو سره په ټکر کې عمل دی.