ولسمشر غني د محمد محقق کورته د وير کمېدو په پار تللی 

روهي (دوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د محمد محقق کورته د هغې د ځوانيمرګ زوی محمد باقر محقق فاتحې او غمشريکۍ ته ورغلی. 

د محمد محقق زوی پرون د خپل ورور محمد حسين محقق له خوا په خوب ويده ووېشتلو شو او ساه يې ورکړه. دې پېښه کې د محمد محقق پنځه ساتونکي ټپيان هم شول. 

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، کريم خليلي او يو شمېر نور سياسي څېرې تېره ورځ د محمد محقق کورته ورغلي وو.