د OneWeb په نوم انټرنېټي شرکت د انټرنېټ چټکتيا په پار ۲۴ سپوږمکۍ وتوغولې 

روهي (دوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، د OneWeb په نوم يو بريتانوي شرکت د قزاقستان بایکونور  نومي فضايي آډې څخه څخه ۲۴ سپوږمکۍ يا سټلايټ فضا ته توغولي دي. 

دغه شرکت وايي چې له دې کار يې موخه د انټرنېټ چټکتيا ده. د OneWeb  مسوولين ويلي دي چې تر ۲۰۲۱ کال پوري به دوی وکولی شي چې په نړيواله کچه د انټرنېت چټکتيا د دغه سپوږمکيو په وسيله لوړه کړي. 

د OneWeb  شرکت مشر (ګرګ وايلر) ويلي دي چې په پلان کې لري، ۶۴۸ سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته ولېږې او په دې سره نړۍ ته د لوړې چټکتيا انټرنېټ ورکړي. 

OneWeb شرکت تر اوسه توانېدلی دی چې Airbus Group, Coca-Cola, Virgin Group, Qualcomm and Softbank شرکتونو څخه د انټرنېټ ورکړې ۱،۷ مېلېارده امريکايي ډالر عوايد ټول کړي.