آپل شرکت ۲۷ مېلېونه ډالر جريمه شو 

روهي (دوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، د ټېکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ ستر آپل شرکت ۲۷ مېلېونه امريکايي ډالر نغدي جريمه شوی دی. آپل وروسته له هغه جريمه شو چې د خپلو موبايلونو پخواني ډولونه يا ويرژنز يې سست کړي وو. 

۲۰۱۷ کال کې آپل کمپنۍ خپل پخواني موبايلونه وړاندې له دې چې کارونکو ته يې په اړه خبر ورکړي، سست کړل ترڅو له لارې يې استعمالونکي اړ شي نوي موبايلونه واخلي. 

آپل کمپني په دې مجرمه شمېرل شوې ده چې پر مشتريانو يې فشار اچولو ترڅو د پخوانيو موبايلونو پر ځای هر کال د دوی نوي موبايلونه واخلي او په دې سره خپل بازار ګرم وساتي. 

هر کله به چې د ايفون موبايلونو کې 10.2.1 او 11.2 اپډېټ انسټال شو نو پخوانی موبايلونه به يې سست کړل، او په دې سره په مشتريان اړ وو، چې نوي ماډل ايفون واخلي.