چين کې يې د مړو شمېر له ۹۰۰ واوښت؛ کرونا ويروس لا هم نه دی مهار شوی 

روهي (دوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، د تازه شمېرو له مخې چين کې د کرونا ويروس د وژل شوي شمېر ۹۰۳ کسان ته ورسېد او لا تر اوسه د چين حکومت او نړيواله ټولنه په دې نه ده توانېدلې چې دغه ويروس کنټرول کړي. 

کرونا يورس له چين بهر نورې نړۍ ته هم تللی دی. په ۲۴ هېوادونو کې يې درې سوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په نړيواله کچه  تر ۳۵ کسان دغه يورس اغېزمن کړي دي. 

وروسته له هغې چې هغه چينايی ډاکټر چې د لومړي ځل لپاره يې د کرونا ويروس په اړه خبرداری خپور کړ ومړ، د چين خلک پر خپل حکومت په غوسه شوي دي. چينايان وايي چې حکومت پر خپل وخت د دغه ويروس د مخنيوي لپاره لاس په کار نه شو او سستي يې وکړه. 

ياد چيناني ډاکټر (وین لیانګ) ۳۴ کاله عمر درلود، دی پوليسو په دې جرم بندي کړ چې د يوې خطرناکې ناروغۍ په اړه اوازې خپرولې. د نوموړي پر مړينې چنيايی ولس وير وکړ. 

ټاکل شوې ده چې نن ورځ به د روغتيا نړيوال سازمان يو ډله، کرونا ويروس سره د مبارزې او حل لارو - چارو پيدا کولو په پار چين ته سفر وکړي.