ملا بردار، زلمي  خليلزاد او قطر د بهرنيو چارو وزير دوحه پر افغان سولې خبرې کړي 

روهي (دوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي چې تېر ماښام  ملا برادر، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خير الله خيرخواه او امير خان متقي؛ د قطر بهرني، چارو وزير په ګډون د افغان روغې - جوړې لپاره د متحدو ايالتو استازي زلمي خلیلزاد سرسه کتلي دي. 

قطر کې د طالبانو سياسي دفتر يو وياند سهيل شاهين پر خپل ټوېټر ليکلي دي، چې په ياده لېدنه کې د شوې خبرو په پايلې خبرې - اترې شوې وې. قطر کې د دغه ناستې په اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي. 

د امريکايانو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې يوې ځل بيا تودې شوې دي. خليلزاد تېره اوونۍ کابل ته راغلی وو؛ د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول يې له يو شمېر افغان لوړپوړو سره لېدنې - کتنې تر سره کړې.