وحيد عمر جوبایډن ته: اړتيا نشته چې تاسې مونږ ته يو ملت جوړ کړی، مونږ له پيړيو يو افغان ملت يو 

روهي (دوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، د ولسمشر سلاکار وحيد عمر د امريکا متحدو ايالتو ولسمشريزو ټاکنو د احتمالي نوماند د جوبایډن څرګندونو په اړه غبرګون ښوودلی دی. جوبایډن ويلي، چې د افغانانو يو کول له شونتيا لېرې خبره ده. 

د ولسمشر سلاکار وحيد عمر د جوبایډن په ځواب کې پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي دي، چې افغانان له پيړيو يو ملت دی او تاسې ته اړتيا نشته چې افغانان سره يو او متحد کړئ. 

نوموړي پر جوبایډن غږ کړی دی چې تاسې راشئ او نړيوال تروزېم مات کړئ، چې دا به مونږ او تاسې ټولو سره همکاري وي.