روهي (يوه نۍ/۲۱ د سلواغې)، د هرات د ګمرک مسوولين وايي چې د ګمرک تر ۳۰ سلنه کلني عوايد په دغه ولايت کې د شته زورواکو لاس ته غورځوي او ملي بودجې ته نه سپارل کيږي.
د هرات د ګمرک مرستيال جاويد صميم رسنيو ته ويلي دي چې په دې زورواکو کې د حکومت يو شمېر لوړپوړي چارواکي هم شامل دي، چې توکي پرته له ګمرک کولو ښار ته دننه کوي.
د نوموړي په وينا چې تېر کال نيږدې شپږ مېلېارده افغانۍ عوايد د زورواکو جیپونو ته تللي دي چې په دې اساس د ګمرک عمومي عوايد را کم شوي دي.
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم ياده ستونزه مني او زياتوي چې په ګمرک کې فساد او د زورواکو اغېز شتون لري.
وروستي