روسيه د (خاباروفسک) ښار پر وګړو جبري مخپټوني اغوندي 

روهي (يوه نۍ/۲۰د سلواغې)، د روسيې حکومت پرېکړه کړې ده چې له چين سره په ګاونډ کې د خاباروفسک ښار وګړي به سره له سبا مسکونه يا مخپټوني اغوندي. 

مسکو دا پرېکړه چين کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته کړې ده. د روسيې په خاباروفسک ښار کې نېږدې شپږ سوه زره کسان ژوند کوي.

 که څه هم د روسيې په دې ښار کې د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو مسکو د خونديتوب په پار د دغه پرېکړه کړي. 

چارواکي وايي چې په خاباروفسک ښار کې به ټول ډاکټران، سوداګر، لاس پلورنکي، هټۍ وال، موټر چلونکي او نور اړ وي چې مخپټوني واغوندي. 

حکومت پرېکړه کړې ده چې  د ياد ښار وګړي اړ دي چې  هر دوه ساعته وروسته نوی ماسک واغوندي.