د متحدو ايالتو له مخالفتونو سره - سره ايران فضا ته خپله سپوږمکۍ توغوي

روهي (يوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، د ايران حکومت د علمي څېړنو برخه کې خپله لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته توغوي. د امريکا متحدو ايالتو حکومت د ايران دغه چاره فتنه کره بللې ده. 

د ايران مخابراتو وزير محمد جواد په ټوېټر ليکلي دي، چې د ستر خدای په نوم خپله سپوږمکۍ چې ظرف نومول شوې ده فضا ته توغوي. 

ايران په دغه سپومکۍ دوه مېلېونه او دوه سوه زره امريکايي ډالر لګولي دي. د ايران مخابراتو وزير ويلي چې که چېرې ايران دغه سپوږمکۍ له بل هېواد اخېستلی  خرڅ به يې پنځه برابره وای. 

ايران وايي چې  د دغه سپوږمکۍ لومړی دنده به له فضا د انځورنو اخېستل وي، خو مخالفين واي چې ايران ورڅخه استخباراتي او سیاسي موخې لري.