د یوه افغان لخوا  پر افغان او امریکايي کومانډو ځواکونو ډزې شوي

روهي(یوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، په ختیځ ننګرهار ولایت کې تېر ماښام د شېرزادو ولسوالۍ ودانۍ کې د افغان پوځ په یونیفورم کې یوه کس پر افغان او امریکايي کومانډو ځواکونو ډزې کړې. د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي، د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د ملي اردو له قرارګاه یوه سرتېري پر امريکايي ځواکونو ډزې کړې دي.
برید ماښام مهال د شېرزادو ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه شوی.هم مهاله نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته دوو افغان چارواکو ویلي وو، پنځه یا شپږ امریکایي او شپږ افغان سرتېري وژل شوي.د افغانستان دفاع وزارت ویلي، پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ننګرهار پېښه کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ځواکونو په یونیفورم کې یوه کس پر افغان او امریکايي ځواکونو ډزې وکړې.