روانې میاشت کې ۵۰ افغان ملکي وګړي مړه شوي

روهي(یوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي یوازې د روان مېلادي کال په جنورۍ میاشت کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې په دغه هېواد کې ۵۰ تنه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې چې دوه اونۍ وړاندې وشو، ۹ تنه وژل شوي چې ۷ یې ماشومان او دوه یې ښځې وې.
د دې کمېسیون په تازه رپوټ کې ویل شوي چې دا بریدونه په هرات، فراه، لغمان، بلخ، کندز، بادغیس او ارزګان ولایتونو کې شوي دي.
رپوټ زیاتوي چې په دغو ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو په دوو هوايي بریدونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د څلورو هوايي بریدونو په پایله کې ۲۶ تنه وژل شوي، په دې ډله کې ۱۷ ماشومان، پنځه ښځې او څلور سړي شامل دي.