مظلومه ښځه!

په دې يقين وکړئ چې سلو کې نهه نوي سړي د افغانستان رواني تکليف باندې اخته دي او اصلان په دې نه پوهيږي چې له خپلو ښځو سره کوم ډول چلند وکړي،نه يې له حقوقو خبر دي او نه يې له اړتياوو صرف هغه يوه مړۍ ډوډۍ يې په احسان وي. نن مې يو خبره واورېدو چې په ويلو يي ځانته مې ننګ وشي،دا چې يو سړى خپلې ښځې شرمګاه کې مېخ ټکوي او په دومره بې رحمۍ يې وژني دې منطق او دې ډول سړيو لپاره هېڅ د غندنې الفاظ نشته دا چې نن يې ښځه په صحرايي محکمې کې سنګسار کړه هېڅ دليل او هېڅ مذهب دا نه مني.تاسو کې هغه کس د يوې ښځې سنګسار کولو حق لري او سنګسارولای یې شي چې له کبيره او صغيره ګناه پاک وي،نو ايا افغانستان کې داسې کوم نارينه شته؟ د افغانستان ښځې د دنيا هغه مظلومه طبقه  ده چې که دنيا کانې په وشي خو بيا هم د ټولنې له شرمه يې په ځان تېروي خو د پلار ته کور لېږلو ته رضا نه دي . دا يوه عامه اصطلاح ده چې وايي ښځې راز نشي ساتلى،خو که هغو رازونه نشو ساتلى اوس به يو سړى په جګ سر او جګو سترګو نه ګرځېده. د يو سړي لوى منطق دا دى چې د دې لپاره يې ښځې په دوى هېڅ کله ناز ونه کړي او تل يې امر ومني نو په دې يې ډاروي چې دويمه ښځه درباندې کوم. هغه ذهني وړتيا چې د افغانستان په ښځو کې ده،سړيو کې به لا نه وي ،هغه قرباني چې ښځې يې د خپل مېړه لپاره وركوي هغه يو سړى هم نه ورکوي د بېلګې په ډول که د سړي اولاد نه کيږي د افغانستان ښځې تر مرګه ورته ناسته وي خو که يو سړى په دې پوى شي چې د ښځې يې اولاد نه کېږي نو فکر وکړئ څو ورځو پورې به د بلې ښځې کولو مرکه ونه لېږي؟ که سړي خپلو ګرېوانونو کې سر کښته کړي او د ښځې له حقونو ځان خبر کړي نو له لويې بدمرغۍ(د ښځې ازار) نه به يې ځان بچ کړى وي . يوه ښځه له دې ډېر څه نه غواړي چې هغه ته اول د يوه انسان په سترګه وکتل شي او بيا يې د ښځې توب حقوق ورکړل شي.
ليکنه:مريم صديقي