چاغښت د دې لامل شو چې مور او دوه خویندې د الوتکې له تګه پاتې شوه

روهي(یوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، خویندې او مور یې هغه مهال له خپګان سره مخامخ شوې، چې د تایلنډ د الوتکې عملې یې وزنونه زیات وبلل او ورته ویې ویل چې د الوتکې مخکې څوکیو کې  ډېر وزمین کسان نه شي لېږدولی. هوهانا وايي، ټولنیزه فعاله ده، تر هغو به بیا الوتکه کې سفر ونه کړي چې د بدن اضافي وزن یې کم شوی نه وي؛ ځکه چې نه غواړي دا او لوڼې یې بیا له دا ډول ترخې تجربې سره مخامخ شي.
هوهانا وايي: د الوتکې عملې پر موږ چیغې وهلې چې ستاسو وزن ډېر دی، له معمول مو وزن ډېر دی". خلک په کتارونو کې ولاړ وو او زموږ ننداره یې کوله او د توکو او رسمي پاڼو د کتلو دفتر مخې ته یې زموږ وزنونه تلل، په دې طریقه زموږ ډېر سپکاوی شوی، ان تر دې چې هغه مهال ما سخت وژړل.
ډېری هوايي شرکتونه چاغو مسافرو ته د څوکۍ اضافي کمربندونه ورکوي، خو د تایلنډ د هوايي چلن ادارې ویلي، د الوتکې د مخکې سېټونو کمربندونه په هوايي کڅوړو کې له داخله بند دي چې لویېدلی نه شي، خو دغه کورنۍ لاهم حیرانه ده چې دغه شرکت ولې داسې بابیزه پلمه ورته وکړه.