کابلوف: طالبان د امریکایانو سره  دتړون وروسته افغان حکومت سره هم خبرې کوي

روهي(یوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، ضمیر کابلوف ویلي، طالبان له امریکا سره د سولې د تړون وروسته له افغان حکومت سره هم مخامخ خبرو ته چمتو دي.
 
 سپوټنیک اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، طالبان د امریکا سره د تړون تر لاسلیک وروسته چمتو دي له افغان حکومت او سیاسیون سره مخامخ خبرې وکړي او همدا ډول به په هغه وخت کې پر اوربند هم خبرې کېږي. 
 

کابلوف همدا ډول ویلي اوربند د بحث وړ موضوع ده خو اوس یې په اړه نظر ورکول تر وخت مخکې خبره ده. نوموړي څرګنده کړې، تر اوسه مشخصه نه ده چې توافق څه ډول دی.