دفاع وزارت: د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ د پېښې په تړاو پلاوی وټاکل شو

روهي(  یوه نۍ/۲۰ د سلواغې )، تېره شپه، یوه تن د ننګرهار ولایت په «شیرزادو» ولسوالۍ کې د ملي اردو پر ځواکونو او امریکايي پوځیانو برید وکړ.
 
دفاع وزارت ویلي په دې پېښه کې، د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او درې تنه نور د ملي اردو سرتیري ټپیان شول.
 
همدا ډول په دې نښته کې، ۲ تنه امريکایي ځواکونه ووژل شول او ۶ تنه نور يې ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت، د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز سترجنرال “بسم الله وزیري” په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ددغې پېښې د علت او انګېزې د څېړنې پخاطر ننګرهار ولایت ته استولی دی.

دغه لوړپوړی پلاوی، یاده پېښه له امریکایي چارواکو سره په ګډه څېړي.
 
دغه څېر بریدونه به د افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو او امریکایي پوځيانو د نږدې همکاریو پر روحیې منفي اغیز ونلري او دغه ځواکونه به په ګډه سره د تروریستانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

د ملي دفاع وزارت رهبري، ددغې پېښې د قربانیانو له پاتې کسانو سره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.