بل ګیټس د کورونایرس سره د مبارزې لپاره د ۱۰۰ ملیون ډالرو مرسته اعلان کړه

روهي( یوه نۍ/۲۰ د سلواغې )، د بل او میلندا ګیټس بنست له خوا تېره ورځ اعلان وکړ چې د
د نوي کورونویرس د خپریدو په وړاندې مبارزه کې د مرستې لپاره تر ۱۰۰ ملیون ډالرو پورې مرسته وکړي چې د دسمبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې رامینځته شوی او تر نن پورې یې ۷۳۲ کسان وژلي.
 
 
ګیټس فاونډیشن وویل چې دا پیسې به د ویروس په ناروغۍ اخته شوي خلکو د تشخیص، انزوا او درملنې او د وروسته پاتې سیمو لکه افریقا او سویلي آسیا کې د خطر لرونکو وګړو د ساتنې لپاره وکارول شي.
 
 
بل ګېټس د نړۍ لومړی درجه مالدار شخص دی او په همدې شمېر ( ۱۰۰ میلیونه ) ډالر د امریکا حکومت هم د کورونا سره د مبارزې لپاره د چین حکومت سره مرسته اعلان کړې وه.