جاپان د المپيک لوبو کوربه دی خو کرونا ويروس ورته ګواښ شمېرل کيږي

روهي (يوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، روان کال د المپيک نړيوالو لوبو کوربتوب جاپان کوي. که څه هم دغه هېواد المپيک لوبو ته پوره چمتوالی نېولی دی خو په سيمه کې خپور شوی کرونا ويروس خلک او چارواکي اندېښمن کړي دي. 

د جاپان د المپيک کميټې مشر ويلي  دي چې که چېرې کرونا ويروس د المپيک لوبو تر پيل له منځه لاړ نه شي نو په دغه لوبو به يې اغېز بد وي. د نوموړي په وينا چې کرونا ويروس به  د ننداره کوونکو شمېر او د خلکو لېوالتيا به بده اغېزمنه کي. 

دا شونتيا هم شته چې د الپمپيک سږنۍ لوبې لغوه شوي خو تر اوسه په دې اړه د المپيک نړيوالې کميټې او د جاپان حکومت پرېکړه نه ده کړې. کرونا ويروس له ناروغ روغ کس ته په اسانۍ ځي او په دې سره خلک هڅه کوي چې د ګڼې - ګوڼې ډډه وکړي.