الجزيره: لامل يې نه دی مالوم؛ د افغان پوځ په يونېفورم کې بريدګر دوه امريکايان وژلي او شپږ ټپيان دي 



روهي (يوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، امريکايي چارواکي مني چې ختيځ ننګرهار ولايت شيرزاد ولسوالۍ کې يو بريدګر چې د افغان کمانډو ځواکونو لباس يې اغوستی وو دوه امريکايي سرتيري وژلي او شپږ ټپيان کړي دي. 

په مقابلو ډزو کې امريکايي ځواکونو ياد افغان هم وژلي دی. ويل شوي چې بريدګر د افغان ځواکونو په ليکو کې دنده درلوده خو دا نه ده مالومه چې نوموړي له وسله والو مخاليفنو سره په اړيکه دا کار کړی او که کوم بل لامل لري. 

افغان او امريکايي چارواکو د پېښې د تائيد ترڅنګ الجزيرې ته ويلي دي، چې پلټنې يې پيل کړي دي، تر څو د پېښې تر شا مالومات تر لاسه کړي. د طالبانو په شمول کومې بلې وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

ننګرهار ويلي شاه محمود مياخېل هم رسنيو ته ويلي دي چې د تېرې شپې په پېښه کې درې افغان پوځيان هم ټپيان شوي دي. 

وړاندې د ننګرهار ولايتي شورا ځينو غړو رسنيو ته ويلي وو، چې پېښه کې اووه امريکايي پوځيان وژل شوي ديو خو امريکايي چارواکي يې شمېر دوه کسان ښيي. 

دا ډول پېښې پخوا هم رامنځ ته شوي دي، چې ډېری  يې بيا له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو او اغېز پر بنسټ شوي. 
 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
مالوماتي ويډيوګانې

lower third - د ویډیو پر سر د سرلیک ځای پر ځای کول

Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ