کابل کې د سازمان شویو جرمي شبکې یو مشر ونیول شو

روهي( یوه نۍ/۲۰ د سلواغې )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د سازمان شویو جرمي شبکې یو مشر سرحد مشهور په "سرحد هودخېل" له دوه همکارانو امان الله او مقیم سره یو ځای نیولي دي.
 
یادو کسانو کابل ښار کې په بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه انسان تښتونو، وژنو، وسله والو غلاوو او شکونو کې لاس درلود.
 
دا جرمي شبکه له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت له ۱۳ ټاکل شویو څار موخو څخه وه، چې له بېلابېلو تکتیکونو په استفاده یې کابل ښار کې جنایتونه ترسره کول