یونس مسیح: پاکستان کې د لږکیو لپاره انصاف نشته 

روهی( یوه نۍ/۲۰ د سلواغې )، د سند سترې محکمې (SHC)  د څېړنو وروسته فیصله کړې چې د هما په نامه د یوې ۱۴ کلنې عیسوي نجلۍ واده چې د کراچۍ څخه تښتول شوې وه، د هغې تښتوونکي عبدالجبار سره به د اسلامي شریعت قانون له مخې قانوني وګڼل شو.
 

یاده قضیه د دوشنبې په ورځ د دوه کسيز هییت لخوا و شوه.د نجلۍ والدینو انجلۍ خپله 
 ټوله واقعه رسنیو او د قاضیانو په وړاندې وویله، کله چې د عدالت عالي شورا قاضي محمد اقبال کلهورو او جسټس ارشاد علي شاه د اسلامي شرعي قانون سره سم د دې د کم عمره نجلۍ جبري وادوه جایز وګاڼه.
 

هم، د کراچۍ ضیا کالوني اوسیدونکې ، د ۲۰۱۹ م کال د اکتوبر  په ۱۴ مه له خپل کور څخه تښتول شوې وه. هغه ګاونډي پنجاب ایالت ته وړل شوې وه، چیرې چې هغه اسلام قبول کړی او په زور یې له خپل مسلمان تښتونکي سره واده کړی دی. 
 
د هما پلار په SHC کې عریضه کړې وه چې د ماشوم ودونو د بندیز قانون له مخې د واده لغوه کول غواړي.
 

د تنکي انجلۍ پلار یونس مسیح ویلي دي چې هغه تمه درلوده چې خپله لور یې په محکمه کې وګوري ځکه چې هغه د هغې له تښتونې راهیسې نه ده لیدلې. “په پاکستان کې د لږکیو لپاره انصاف نشته، له دوی سره مساوي چلند نه کیږي. د قاضيانو د خبرو په اوریدو سره زما زړه مات کړ ، "د هما مور نګینا وویل.
 

محکمې پولیسو ته لارښوونه کړې چې د کاتولیک انجلۍ عمر وټاکي او اوریدنه یې د مارچ تر څلورمې پورې ځنډولې ده.