خوست ولس د حکومت سره د کومک کولو لپاره قومي تړونونه وکړل

روهي( یوه ۍ/۲۰ د سلواغې )، دخوست په قلندر او موسی خېلو ولسوالۍ کې قومي مشرانو او ځوانانو پریکړه وکړه، چې له دولت سره به د امنیت په ټګښت، د بیارغونې د پروژو په تطبیق، د نشه يي توکو په مخنیوي او قومي شخړو په هواري کې لازمه همکاري کوي.
 
په دې اړه جوړه شوې، ناسته کې د قلندر ولسوال ګلاب منګل، د موسی خېلو ولسوال ګل قیوم قیومي، د منګلو قوم قومي مشرانو، ځوانانو او د شوراګانو غړو ګډون کړی و.
 
دوی په یادو ولسوالیو کې د امنیت د ټنګښت، د بیارغونې د پروژو څخه په ملاتړ، ښه انسجام، د قومونو په یوالي د دولت او ولس تر منځ د فاصلې په لامنځه وړلو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې او پریکړه یې وکړه، چې په یادو شویو ساحو کې به له دولت او د ولسوالۍ له ملکي او نظامي رهبرۍ سره پوره همکاري کوي.
 
همدا ډول د شمل دوه منده په ولسوالۍ کې د ولسوال میرویس زماني په مشرۍ د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو او علماکرامو په یوه ناسته کې د نشه يي توکو د مخنیوي په اړه قومي تړون کړی او له ټولو خلکو یې غوښتي چې په ولسوالۍ کې د نشه يي توکو په وړاندې جدي مبارزه وکړي او هغه کسان چې په نشه يي توکو کې لاس لري پولیسو ته په ګوته او د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
د یادولو وړ ده، چې د خوست والي په لارښونه ټولو ولسولانو ته لارښونه شوي، چې د قومي پریکړو له مخې په ولسوالیو کې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي او د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه ګړندۍ او جدي کړي.