
ليکوال محمد واصل وصال
ژوندتیریږی خویادونه یې پاتې کیږي زیاترخلکوته خپله ماضي که هغه په هرډول تیره شوې وي ښه ایسیږي اوپه حال باندې دومره راضي نه وي خوراتلونکي ته بیاسترګې په لاروي.ژونددهیلواوارزوګانویوه ټولګه ده چې پکې خوږې اوترخې یادیزې ساتل کیږي.خواږه ملګري اودوستان دژوند هغه سرمایه ده چې په ډیروترخوشېبوکې دیوچا لاس نیوی کوي اوله ستونزواوکړاونویې ژغوري خودملګرتیاپالل هم بیایوبیل هنرغواړي هرڅوک نشي کولای ښه ملګري پیداکړي اوهغه هم بیاداسې ملګري چې هم ستا هم مسلکه وي اوهم یې یوځای درسره څلورکاله څنګ په څنګ درسونه ویلي وي .هسې خوټول ټولیګوال مې راباندې ډیرګران
ول خودذوق اوشوق ملګري مې چې ډیروخت به ورسره یوځای ګرځېدم اوپه ګډه مې له دوی سره خپله دنده پرمخ وړله هغه دوه ګلان یویې سپین غراوبل یې هم رحماني و.چې دواړه زما دادب اوژورنالیزم دډګرخواږه ملګري دي داسمه خبره ده چې خپل عیب دولومنځ ده اوهرانسان ډیرې نیمګړتیاوې لري چې دی پخپله هغونیمګړتیاوته چې نورځیرکیږي دی نشي متوجه کیدای وايي دوست دې هغه دی چې ودې ژړوي اودښمن دې هغه چې ودې خندوي یعني داپه دې مانا چې دوست هغه دی چې ستا نیمګړتیاوې تاته ووايي ترڅوپه تاکې سمون راشي خودښمن دې هغه دی چې تاخپلونیمګړتیاونه ځیرکوي خویوه بله ستونزه چې په ډیروکسانوکې لیدل کیږي هغه دنیوکواوخپلونیمګړتیاوو منل دي چې دادناکاموخلکونښې دي اوبله داچې نیوکه کول هم بیل مهارت غواړي اوډیری خلک دنیوکوکولوله اندازڅخه عاجزدي.خوزه په دغه برخه کې له خپلوملګروډیرمنندوی یم چې تل په مارغنده نیوکې کړي که هغه زما دکرکټرپه برخه کې وې اویاهم دلیکنو،شعرونواوراډیوي کارونوپه برخه کې په هرترتیب رابه شم خپل یواځیتوب ته څه موده کیږي چې له پوهنتون نه فارغ شوي یواومونږدرې سره له یواوبل نه بیل شوي یو،زه په کابل کې بل په کنړاوبل هم په ننګرهارکې دندې پرمخ بیایوخودرې واړه دژورنالیزم او ادب په برخه کې کارکوو،رحماني په ننګرهارکې دصفاپه نوم له یوې سیمیزې رسنۍ سره کارکوي ،سپین غرپه کنړکې دملي راډیوتلویزون سره کارکوي اوزه هم په کابل کې له لمراوارکوزیاراډیوسره کارکوم اودرې واړه سره پخپلوکارونوکې راضي یوکله کله هغه تیروختونه په ځانګړې توګه دپوهنتون اوپه مرام راډیوکې دیوځای کاروخت هروخت زما په زړه کې موجونه وهي اوزه بیا ځان یواځې احساسوم .خوبیاپه دې خوښ یم چې دنړۍ جال اوموبایل په مټ هره شېبه دیوبل له حاله خبریږو.هیله لرم چې ټول دې ښه ژوند اوښه ملګري ولري .
کله کله پېښه وکړه یم بې غمه، دیارغمـه
یک تنها یم چارچاپیره نړيدلي دیوالونـــــــه