چین: کورونا ویروس لومړی بهرنی اتباع وژلی، د مړو شمیره یې ۷۷۲ تنو ته لوړ شوی

روهي( یوه نۍ/۲۰ د سلواغې )، په چین کې د کورونا ویروس لخوا د وژل شویو کسانو شمیره  ۷۷۲ تنو ته لوړه شوې، په شمول د لومړي بهرني وګړي.

داسې انګیرل کیږي چې هانګ کانګ د نړیوال اضطراري حالت د مخنیوي لپاره له چین څخه په الوتنو کې قرنطین نافذ کړی دی.

د فرانس خبري اژانس ای ایف پي په وینا، په چین کې د کورونا ویروس ۸۶ نور کسان وژلي، چې په یوه ورځ کې د مړینو ترټولو لویه شمیره ده، د مړو شمیره۷۷۲ ته رسېدلې ده.

له بلې خوا، د متحده ایالاتو د سفارت په وینا، د چین د کورونا ویروس یو ۶۰ کلن امریکایی تبعه د روغتیا د اضطراري مرکز په ووهان کې وژل شوی، خو د سفارت څخه یې نور جزیات نه دي خپاره شوي.