حکیم تورسن زه د زړونو ولسمشر یم

روهي( یوه نۍ/۲۰ د سلواغې )، د ولسمشریزو ټاکنو ته یوه ولاړ نوماند محمد حکیم تورسن ځان د افغانستان د خلکو د زړونو ولسمشر اعلان کړ.

نوموړي دا اعلان په یوه تازه تلویزوني مرکه کې وکړ او ویې ویل: ټاکنې په واقعیت کې ما ګټلي، نورو بایللي دي.
په دې مرکه کې حکیم تورسن تېرې ولسمشریزې ټاکنې د ګډونوالو د لږ ګډون، پراخو درغلیو او دغه ډول یې د پایلو اعلان کې د اوږده ځنډ له کبله په نړیواله او تاریخي کچه تر ټولو شرمونکې او د خجالتۍ وړ ټاکنې وګڼلې.

نوموړي پر ولسمشر غني او اجرایه ریس ډاکټر عبدالله تور ولګاوه، چې د پراخو دولتي امکاناتو له استعمال سره بیا هم د ټاکنو غوڅ ګټونکي نه شول.