روهي (يوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، له ننګرهار ولايت راپورونه وايي چې د دغه ولايت په شېرزاد ولسوالۍ ودانۍ کې پر امريکايي ځواکونو ډزې شوې دي چې تلفات لري.
لومړني مالومات ښيي چې بريد د يو افغان کمانډو سرتيري له خوا شوی چې شپږ امريکايي سرتيري يې وژلي دي، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د افغان کمانډو ځواکونو په يونېفورم ياد بريدګر د وسله والو نفوذي کس او کنه؟
د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړي د دغه پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي چې يو افغان سرتيري پر امريکايي ځواکونو بريد کړی، چې اووه امريکايان او هم بريدګر په مقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
لوېدځو رسنيو هم د امريکايي چارواکو له خولې د دغه پېښې تائيد کړی دی او ويل شوي دي چې افغان او امريکايي ځواکونو ګډه ګزمه کوله چې پر يو او بل يې ډزې کړې.
د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ډزې تر ناوخته روانې وې او همدا ډول پر هوا چورلکو الوتنې درلودې.
دا چې ايا افغان او امريکايي ځواکونو په خپلو کې سره وېشتي دي او که د دوی وسله وال مخالف د افغان پوځ په لباس کې د دوی منځ ته دننه شوی دی، تر اوسه نه ده څرګنده.
وروستي