نظام قيصاري: حکومت ولې بلخ کې زما پر کور ځمکني او هوايي عمليات وکړل؟

روهي (يوه نۍ/۲۰ د سلواغې)، د فارياب د قيصار ولسوالۍ پخوانی امنيه قومندان او هلته د جنرال دوستم پوځي کس نظام اليدن قيصاري څه وخت وړاندې مزار شريف کې د ده پر کور د امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکني عملياتو د سپيناوي غوښټنه کړې. 

قيصاري ويلي دي، چې ده نېږدې شپږ مياشتې د ملي امنيت په بند کې وو، خو دی نه څارنوالۍ ته معرفي شو او نه يې په اړهنور قضايي او عدليي بهير پيل شو، خو چې کله ازاد شو نو پرته له کوم څرګند دليل يې پر کور پوځي عمليات وشول. 

قيصاري وايي چې په يادو عملياتو کې د ده شپږ کسان وژل شوي دي، دی، ميرمنې يې او اولادونه يې  کور کې وو چې وروسته وتښتېدل. 

په ورته وخت کې د جنرال دوستم جنبش ګوند وياند بشیر احمد ته‌ینج ويلي دي چې تر اوسه هېڅ کومې ادارې د يادو پوځي عملياتو په اړه سپيناوی نه دی ورکړی. 

د دغه بوښتونو په ځواب کې د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل ويلي دي چې په دې اړه راپورو چمتو کړی دی او ولسمشر ته يې د مطالعې لپاره لېږلی دی.