د سولې ولسي حرکټ غړي: اوسېدونکي دي د خپلو سیمو جګړې بندې کړي

روهي( یوه نۍ/۲۰ د سلواغې )، د سولي ولسي حرکت غړو کاروان د لومړي موټريز کاروان غړو په زابل ولايت کي په دوو جلا ليدنو کې له مدني فعالانو، شاعرانو، ځوانانو او قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چي خپلو سیمو کي د اوربند او سولي له پاره کار وکړي.

د همدې لیدنو پر مهال له هغوی څخه غوښتنه وسوه چي نور سکوت مات کړي او په ږغ پورته کولو سره د افغان وژني مخه ونیسي.

هغوی ویلي، د سولې ولسي حرکت د دې جوګه شوی چي ولس کي عامه پوهاوی او ویښونه رامنځ ته کړي